

صدیق
سر و ستا قامت وباغ ته چې خرام کا
خط په غاړه قمری جوړ طوق د جا کا
د ليلا محبت ډېر زيات په مجنون شو
چې وحشی دلبر خسته مجنون ته رام کا
تل طلب د لب مې ستا د ځان غليم دی
صبر کله زړه زما په تش سلام کا
د حرم اهو خو نه يم قاضی څه له
مفتی آب د تيغ په ما حلال حرام کا
وينه ټوله ستا د مړيو پکې وينم
چې ښکاره کاسه شفق په صبح وشام کا
د فنا مقام په کور کې د بقا دی
دی رښتيا بدر هلال شي ځان تمام کا
نرۍ لومه دام هيڅ نه ده زر شليږی
د غمګين زړه خدای اخر کار په نظام کا
د ځوانۍ محنت راحت په پيرۍ غواړی
مسافر تللی په شپه، سبا آرام کا
کله ستا خلاصی بې رحمه په صديق دی
په څښتن دبندګۍ دعوا غلام کا