

صدیق
پريوتو ته جوړ دولت سړی پريوان کا
تل زوال د نمر ګردش تمام اسمان کا
چې په لږ عمر اميد د دير هوس کړی
په چمن راتله د ګل په ځان خزان کا
تير نفس چيرې بې يادو د يار مکړه
همېشه هوښيار ميلمه راضی روان کا
حق ناحق ژوی تر مرګه پورې دورمی
ومنزل ته رسيده تل رهروان کا
هيڅ هوښيار قدم بې ځايه ايښی نه دی
په حساب به تير نفس اهل عرفان کا
په قفس کې توتی بند کله راضی وی
کوم هوس به ژوندون کې زاهدان کا
پښيمانی ترپښيمانۍ بويه اول کړې
د ارمان په وخت فايده کله ارمان کا
د ځوانۍ طاعت موقوف په پيرۍ مکړه
د توانګر کارونه کله هرناتوان کا
په صديق بې کوڅې ستا، جهان زندان وی
زندانی فراغت کله په زندان کا