

صدیق
ميخواره چې ساقی ستا منت د جام کا
د ارام طلب له دوره د ايام کا
د فرقت پروا يې هيڅ د افت نه وی
د فنا په جام حاصل ژوندون تمام کا
د حيات اوبه يې زهر شي په لاس کې
فرق څوک د يار د لبو، د دشنام کا
په اميد مې د وصال کا وسبا ته
په اميد مې مبدل صبح په شام کا
غوږ به څه د بل جرس اواز ته نسيم
د نغمی جرس و ماته بس پيام کا
ډېر په لږ عمر ډېر غم په مرګ راضی کړم
خضر وينم څو ډېر ژوی ډېر ناکام کا
د مغان په ميخانه صديق ساکن شو
ساقی هر کله پرې داد د ميو جام کا