

صدیق
که له شرمه حسن ستا مخ په نقاب کا
مين ستا له حيا لا ديده پر آب کا
که جهاز مې تباهی اوس په ساحل شو
تل درياب خطر د سترګو د حساب کا
د قيامت نزول له سوزه ستا د عشق دی
درد و زړه مې په محشر هر ګور بيتاب کا
برګشته طالع بلبله د ګلشن شي
چې نقاب د هر غونچې مخ د افتاب کا
که مجنون د عشق په لار په شمار د ګرد شو
ډېر به لا زما غمونه په حساب کا
چې طلب د خپل مطلب لري خراب شي
ګنج رښتيا دی چې طلب پسې خراب کا
که د زړه وينې صديق له درده ژاړی
نم رښتيا بيرون له زړه اور د کباب کا