...

صدیق

د غمزې تورې ته تاب کله څوک ستا کا

 آينه صيقل جوهر ته چې قبا کا

خارمدام نازک قدم ږدي په حنا کې

 څه اندوه د خاره چا چې اور تر پا کا

د تقدير ساعت په غم مبدل نه شي

 څه پروا استاد له چينه د بوريا کا

یو زمان راحت ظاهر وباطن نشته

 څه حکمونه په ملکونو څوک د چا کا

د دوښمن خاموش لوی مکر و فريب دی

 مار ګذار آخر په پښه باندې قضا کا

دا شيرين عمر  څو ورځې غنيمت دی

 هرنادان يې بای په مينه د دنيا کا

 د دښمن دوستی اميد مکړه صديقه

 کوم هوښيار اوبه له کاڼی تمنا کا