

صدیق
نور د نمر کله نقصان ګردو غبار کا
کم له دله کوم غماز مهر د يار کا
مينه هيڅ ژړا زما له دله نه وړی
اور به ورک کله له کاڼی نه آبشار کا
چې يې بار د تعلق پريښوه آزاد شو
په خزان به سر وکم کله بهار کا
مينې ستا کعبه صديق ته بتخانه کړه
ښه به څوک راته ترکويه ستا ګلزار کا