

صدیق
ستا د زلفو بوی به ما هسې شيدا کا
ستا د حسن غږ به ما تر نمر والا کا
هغه بوی چې ستا د زلفو نسيم راوړۍ
اوس په خلک بوی د مشکو ناروا کا
د بلبل د پاره ګل په چمن راغی
په کاته يې صبا ځکه مرحبا کا
هغه څوک تر ما غريب چې شته په ښهر
ځان دې سم په تنهايې تر ما تنها کا
عشق شهره تر نمر والا درومی صديقه
سرښندل منصور د دار په سر فتوا کا