

صدیق
مينه زور د محبت په تن څرګند کا
سينه داغ لاله په اور چمن څرګند کا
د غمز وپه توره مړه واړه ژوندی دی
په محشر به شهيد خپل کفن څرګند کا
چې د عشق په وادی سر، پوښتم، و ما ته
نخښه ستا کوڅه د يار وطن څرګند کا
ستا د سترګو قاضي ما سپاري مدد ته
په مفتی حکم زما کشتن څرګند کا
له حيرته څو بيتابه په څو تاب شي
چې دې زلفې په سنبل سمن څرګند کا
ګويايی مې له همجنسه په فرصت شي
چې توتی په آينه بدن څرګند کا
حيرانی مې د صديق به نادانۍ ده
چې د يار په خوله د يار سخن څرګند کا