

صدیق
ستا په عشق کې مې آرام بې آرامی کا
د شفا له داغه ډار اوم په خامی کا
چې حلقې د زلفو جوړې کا و دام ته
ستا دسترګو صياد د څو پخته کامی کا
لوی هنر يې د نيول په احتياط وی
چې په بند مرغه هوښيار دانه دامی کا
په صاف زړه ساقی چې صاف ونورو ور کړ
مستی لا تر صاف نوشان درد آشامی کا
منصور سر د دار په سر لاړ نامور شو
صديق څه اندوه د عشق په بدنامی کا