

صدیق
آه په زړه د هر دردمن هومره اثر کا
لکه نی سوخته په داغ باندې ځيګر کا
د شهيد قبر منت د شمعې نه وړی
لعل تل په تورو خاورو کې ځان ورکا
حد يې لا د ښايست زيات څه چې يې وايم
مخ د نمر له ښکليه نوروه منور کا
د ختا آهوی تل په طلب ګرځي
تور عنبر بوی د زلفو نانمور کا
بوی د سوی زړه له آه سره بيرون کا
تل بخار د ګل په ابر صديق نمر کا