

صدیق
چې شراب د بيهوشۍ را د صفات کا
جوړ مې سترګو ته رانجه عين دوات کا
د ادم د لارې ګردمې په تن پروت دی
درست زما په حوادث کاتب برات کا
د ادب مهر په لب د خاموشۍ ږدم
رو څرګند خضر و ما ته د حيات کا
نور د مهرو ماه بې تا منور نه دی
په غنی لازم واجب اول زکات کا
سترګې وا چې ماصديق په دا چمن کړې
بوټی، ګل، پاڼه څو شته درست حرکات کا