

صدیق
اندېښنه له سينده کله سبکبار کا
خس موجونه د درياب زر په کنار کا
د نيکانو په صحبت بدان رسوا شي
ترخه ډېر خواږه څرګند په شکر بار کا
د بدانو ويل هيڅ راته بد نه وی
څه پروا مړی د زخم په آزار کا
غشی ټينګه لينده نخښې ته ژر بوځی
د منصور وصال نژدې پر سر د دار کا
په خدمت ولاړ اسمان درست د هغوی دی
شکسته چې خپل ګردن دور تر زنار کا
چې اوبه د شرم نه لري په سترګو
زر څرګند تر پر دې ځان خپل شرمسار کا
آه له درده د صديق په سحر ګوره
په چمن لاله څرګند سينه داغدار کا