

صدیق
مخ چې نمر غوندې صبا دلبر ښکاره کا
دغونچې پر ده حجاب په مخ پاره کا
د چمن ګوښه خالي ده له فرحته
کوم هوښيار به د غمجونو ننداره کا
د غمجنو آشنايی حاصل د غم دی
څوک به ښار د خاطر د غم په اجاره کا
د بلبلو ژړا ګوره په خزان کې
ناقرار اوده په خوب کې په ناره کا
د قضا په تيغ هر چا دی ګردن ايښی
زورور ته بې تسليمه څوک چاره کا
چې ارباب د عدالت په مسند کښينی
د اندوه ورځ به فرح بې شماره کا
پرور ده يې د حنظل په شير جهان دی
وایه مکر د ګردون په ګهواره کا
د توتيا اثر به هيڅ ترې پيدا نه شي
که ميده په سترګو څوک سنګ خاره کا
آينده صدیق خيريت له خدايه غواړی
څه به م د تللی عمر دو باره کا