

صدیق
همېشه په کور، په کلی، په صحرا
د مجنون ناره همه ليلا ليلا
ګوره څو مدت هغه تر دا تيريږی
د فرهاد په بيستون کې شته صدا
واړه اور د محبت دی په هر څه کې
که خندا وي که ژړا په واويلا
تر توتيا را ته تير دی زه پوهيږم
که يار خاوره د تلی را کا د پا
د همامی تر سيوری ښه راڅرګنديږي
که سايه و کا دا ستا زلفې په ما
طبيبان په هر بلا د رنځ علاج کا
د صديق د رنځ پرهر نه شي دوا