...

صدیق

سترګې ستا واړه پخپله خپل ګفتار کا

 بيخودی رښتيا څرګنده تل بيمار کا

رزق جمله اهل نظر په نظر ګوری

 روزی ده د آينی روزی ديدار کا

سجده ګاه يې د آسمان خاوره د پښو شي

 منع خوب چې څوک له سترګو، زړه بيدار کا

چې دې خيال د سودا هيڅ نشته په سر کې

 يوسف څه شي که تل سير په بازار کا

مرده دل په حساب کله د ژوندی دی

 تل په سر باغبان د ګل خاورو ديوار کا

عقل، هوښ، صبر مجنون ته په خس ګران دی

 غم نادان په نادانۍ مل د هوښيار کا

 د منصور په سرد دار وصال ليده شي

 د بهار سير صديق په سر د خار شي