

صدیق
د خپل نس په لاس جلب واړه مردان کا
د نفس ذکر په شمار اهل عرفان کا
د نفس په تله راتله عمر کميږي
لوړ ژور کألی په مښل هموار سوهان کا
عمر لاړ په سخت روزګار نرم پرې نه شو
لطافت د ژبې کوم حاصل دندان کا
په طلب ضايع آبرو د مطلب مکړه
په منت به څوک قبول آب حيوان کا
کله لږ منل د نفس ډېر شي صديق ته
يو بڅری په ځنګله کې اور توفان کا