...

صدیق

چې بې خدایه څوک د زړه مينه په چا کا

 سراسر به لکه زه هسې خطا کا

حقيقت به د مجاز په ژبه وايم

 هر سړی دې څه خو غوږ په دا وينا کا

د رقيب تر نيکۍ دا ښه راشکاريږي

 که هزار ځله دلبر جور و جفا کا

د ليلی نامه که اخلی پرې به ښايی

 که مجنون غوندې په خلک ځان رسوا کا

چې په نه ديدن يې هسې ځلبلاند يم

 په ليدو مې به زړه لا پسې بلا کا

مګر خدای زما آزار د يار خوښی کړه

 څو چې زه پرې زهيريږم هغه لا کا

د وصال قدر هجران راته ښکاره کا

 د خوږو قدر رښتيا تر خه پيدا کا

که هزار ځله يار بد کا په دا څه شي

 زړه مې بيا د يار ولور ته تمنا کا

دين دنيا که صدقه کړم ځنې لږ ده

 خدای دې ما و ته سودمنه دا سودا کا

 وصديق ته هسې ښکلی ښکاره نه دی

 چې بې تا ما ته د زړه مينه په چا کا