

صدیق
که ښکاره په مخ عنبر افشان ګيسو کا
په جهان به قدر کم د مشکبو کا
لکه جام د جم جهان به په کې ګوري
چې نظر د يار په خال او په ابرو کا
په طلب ستا د ديدن همېشه ګرزي
په هر ځای کې چې قمري ناره کوکو کا
نه خوښی د هغه درنګ نه تمام عمر
چې دلبر مې درست له ځانه همزانو کا
ملائک خبردار هيڅ نه دي له حاله
چې صديق جواب له ياره رو برو کا