...

صدیق

نشته هسې زړه چې په مخ نه دی مينه دار ستا

 ښکلی تر يوسف يې درست جهان دی خريدار ستا

مخ د هغې خولې دی چې له تابه ګفتګوی کا

 مخ د هغو سترګو چې په ځير ګورې ديدار ستا

ځار دې تر راتلو شم په خندا، خندا را درومه

 ډېر صفت را باندې د راتلو دې په بار بار ستا

هيڅ پرې نه پوهيږم چې وڅه ته يې تشبيه کړم

 زلفې دي که مار دي که سنبل دي د کوهسار ستا

 درد دی که صحت دی چې صديق پرې مبتلا شو

 پرخه په ګلزار ده که خولې دي په ګلزار ستا