...

صدیق

څوک به څه زخمونه شمار د زړه زما کا

 په حساب به څوک موجونه د دريا کا

د شبنم په دود يې ځای شي د نمر سترګه

 چې نظر په هغه ښکلی مخ زيبا کا

د تسپو ګرزول جوړ ريګ روان دی

 څوک به څه ثنا شماره په زړه زما کا

په کاته په خندا زړونه د جهان وړې

 په هوس به ستا څوک څه رنګ تماشا کا

د هوسيو سواد واخيست شو له سترګو

 چې نظر مجنون په سترګو د ليلا کا

د سيلاب جلب رښتيا دی پخپل واک کې

 په وعده به څوک د ښکليو تقاضا کا

مګر خيال د يار رهبر شي لکه خضر

 او که نه توبه څوک څه رنګ له صهبا کا

 بلبلانو ته چمن پريږده صديقه!

څوک به څه د هسې خلک مدارا کا