

صدیق
چې د ماغ کبرنګار نه کا نور څه کا
همېشه يې په ماخوار نه کا نور څه کا
څو وصال يې روزي نه وي خوار عاشق دی
چې د غم سره روزګار نه کا نور څه کا
چې نادان طبيب يې داغ بې ځايه کيږدی
که په زور ناره بيمار نه کا نور څه کا
د بهار زيری چې وشی په بلبلو
چې ديدن ته يې تلوار نه کا نور څه کا
چې د يار له لوريه سم جواب پرې راشی
په عاشق منت ريبار نه کا نور څه کا
که اسرار لکه منصور د چا ښکاره شي
عالمان چې يې په دار نه کا نور څه کا
چې باران يې د حمل په ابتدا وي
باغ وراغ واړه ګلزار نه کا نور څه کا
لور په لور واړه بهار دی چې يې ګورې
خوار توتی چې پرې جغار نه کا نور څه کا
که ښيوه جونه په زلفو په وربل کا
چې ځوانان يې په دستار نه کا نور څه کا
معشوقه چې سر طلب کا له عاشقه
خوار خسته عاشق يې زار نه کا نور څه کا
د بل څيز محبت نه لري په زړه کې
چې صديق مينه په يار نه کا نور څه کا