

صدیق
ترخه ستا ويل زما ژوندون دلبر کا
پرورش مې ښه په زهرو په شکر کا
حلقه هيڅ ښکاري د دوام بې دانې نه ږدي
زلفې ستا حلقه د خال تر دانې سر کا
ډېر تيره چې تر هر څه رسی هر څه ته
کوم پيدا به خلاص له قيده ستا نظر کا
تشنه لب لکه صدف د سيند په ته يم
د بهار ابر به دا آب ګوهر کا
سوی زړه لکه لاله غواړم د اغلی
دا فلک هغه په ډېر خون جګر کا
لکه موج د دريا په ډېر شورش کې
زما نه پيدا و ما ته بال وپر کا
هيڅ توښه محبت نه ده را پريښې
اور مدام رښتيا د خار په سر ګذر کا
سوز رښتيا صديقه ستا له مينې ساز شو
پختګی خامه ميوه په تاو د نمر کا