...

صدیق

کشکې خدای په زړه کې وکا هومره ستا

 چې ته را کړی په خندا بوسه وما

نور به زه له خپله بخته هومره ښاد شم

 چې به نه وي هسې ښاد څوک په دنيا

خدای دې تا له خپله عمره برخوردار کا

 که قبليږی په درګاه دعا زما

سر و مال به تر هغه قاصد بلهار کړم

 چې سلام را کړي د يار د خولې وما

که يې سم له عمره کاندي باندې ښايی

 په بلبلو باندې ډېر منت صبا

ننداره يې د بلبل ياد بورا وه

 چې سبا کا د غونچې کميس قبا

 که اخلاص ور سره نه وي صديق خوښ دی

 د وفا په ځای که يار کاندي جفا