...

صدیق

ناداني د هر نادان ښه د دانا کا

 تور صيقل آيينه لا په مخ صفا کا

نصيحت د هر هوښيار کار د نادان شي

 مبصر به کار په څه د نابينا کا

صفايی د زړه په کار د حقيقت وي

 د نادان خوښی د زړه سپينه قبا کا

بې خبر له مرګه کلک په خوب اوده وي

 تل بيدار په توره شپه کار د سبا کا

سپين ويښته نخښه د نور ده که پوهيږې

 توره شپه په نمرخاته سپينه رڼا کا

له وطنه واته ګران دي په معنی کې

 په چمن کې بيحاصله ګل خندا کا

د دوزخ آتش رښتيا کينه د زړه ده

 تخم زمکه د دهقان په وخت ريبا کا

صدف کښته د ګوهر بار وړي صديقه!

 سبکبار حباب مقام سر د  دريا کا