

صدیق
چې په ګل مينه بلبل کا
غم به ډېر ځنې حاصل کا
ګل هفته وي په چمن کې
بيا به پس له هفتې تلل کا
اشنايی دې هيڅوک نه کا
دا فلک جدا کول کا
اشنايی خو ودانی ده
جدايی د زړه نتل کا
د هجران قصاب ته ګوره
تيغ په لاس د زړه ورژل کا
د هر چا سازې ناسازې
خوار عاشق دی چې زغمل کا
دا به کله شي صديقه
چې يار وړی زړه دې خپل کا