

صدیق
مټ به تل د محبت په کار کې خام کا
ګلو سخت د مضطرب مرغه لا دام کا
د څرخې په تاب تر دوک رشته چاپير شي
په ګردش يې چې ورو ورو جدا ايام کا
آب ونان چې نن پيران غواړی له ځوانه
هر ګدای حريص د نس طمعه په شام کا
يو قدم دانا بې فهمه په لار نه ږدي
ځای صياد په ځای درو حلقه د دام کا
عاقبت په دا حيات کې مرګ ليده شي
تګ تر کومه پورې څوک په سر د بام کا
افزونی يې په خمار د سترګو خط شي
په بهار ساقي ګردان د ميو حام کا
سفيدی د بناګو شو صبحدم شوه
رنځوري لري صديق چې پرې آرام کا