

صدیق
ستا په تورو مشکو طعن تور ګيسو کا
چې زړه داغ د لاله خال ستا د ابرو کا
د طلب حلقه په غاړه د قمري شوه
ناست په سر د سروې تل ناره کوکو کا
جدا يی په معنی نشته دا وصال دی
صفا مخ د آينې مې همزانو کا
که جهان سر ګشته لاړ ستا په طلب دی
هلال ځان ضعيف د چا په جستجو کا
په تدبير سره ګنډل زمکه آسمان شي
ستا د عشق پاره ګريوان به څوک رفو کا
تنهايی د خوار عاشق خوښی د زړه شوه
راز د زړه ښکاره و يار ته رو برو کا
جانبازي تنها لازم شوه ستا په عشق کې
مزری مټ په وخت د کار پخپل بازو کا
د نيستۍ په لار تر برقه تيره درومم
تل غواص په طلب ډوب ځان د لؤلؤ کا