...

ذاکر حماس

چې ساړه دې شول لمرین التفاتونه

په اروا کې مې طلوع کړي غروبونه

ډېر لویان هم د طفلانو له کالۀ وي

د ځواب لپاره نۀ کوي سوالونه

په سینه پورې مې ټینګ نیسه نګارې!

ستا له تیوو نه مو ډېر اضطرابونه

ماتم حرفه لباسونه یې اغوستي

څه دی شعر؟ نارسېدلي اوازونه

ستا په زلفو کې به چیرته دمې وکړو 

دغه سیوري ته داغ شوي دي لمرونه 

د آسمان دې ګمراهیو ته نظر کړه 

په هر پل پسې رالېږي ګردبادونه

حادثې رانه رنځورې شوې حماسه! 

بهارونو ته مې سپاري خزانونه