...

فرید باراني

غزل

که زه مړ شوم نو خبر زما دلدار کړئ

که را نه غی په کلو یې انتظار کړئ

چې نږدې شو زما مړي ته دوستانو

راپه غاړه د جانان د غاړې تار کړئ

چې مو زه د هدیرې په لوري وړلم

زما مړی د جانان تر قدم زار کړئ

که په نور مې د جانان قبر واښه شو

د ختیځ خواته مې پورته لوی دیوار کړئ

هسې خوښ یم چې تنها کلی خبر شي

نه چې ډک مې په جار بازار کړئ

خوښ مې نه دی بېرون قصر درون خاوره

زما پر قبر بس تنها خاوره امبار کړئ

که مې مال دی که مې کور دی که مې دنیار دی

ټول میراث مې د معشوقې په اختیار کړئ

ځو اخر به کله خاوره غوندې ګرځو

په ژوندون اعتبار نشته اعتبار کړئ

په ژوندون کې بس دوستي او محبت دی

هم دوستي هم محبت یې په وقار کړئ

یو او بل ته دري څلور ورځې ساقي شي

او ویجاړه د زړه خونه د اغیار کړئ

۱۳۸۵-۱۱-۹-هرات د عاشورا ورځ