فرید باراني
غزل
یاري څه وکړمه ځمه له دنیا نه مرور
د ساحل طوفان اخیستی یم له ځانه مرور
نه مې دا دنیا په برخه نه مې ها دنیا شوه جوړه
د صفا په غونډۍ ناست یمه له مروا نه مرور
د غمونو څاڅکي اوري تنها زما تندی یې لوند کړ
خدای را کړی یو انعام دی له جانانه مرور
نه پوهېږمه دې دام ته چا زما پښې دي راوړې
چې خندا ته مې ژړېږم له خندا نه مرور
که لرمه په زړګي کې د امید نري تارونه
هغه هم بې صبره شوی دی له تا نه مرور
زما د لوڅ لاس نه لستوڼی د نصیب بادونو یووړ
ځکه وسوم په مجمر کې هرې خوانه مرور
دا به رسم د فلک وي که سیلۍ به د تقدیر وي
چې میین لاس په دعا وي له دعا نه مرور
زه دې مړ د مخ په نور او کرشمو شومه جانانه
هغه وخت چې شوم له تا نه ته له مانه مرور
۱۳۸۵/ ۱۱/ ۹ هرات د عاشورا ورځ