...

فرید باراني

غزل

تشه شوې مې د ژوند ساقي پیاله ده

ځکه راغلم ورکه شوې مې کوټه ده

د نیستي باد مې د شرم څادر یوړو

څه تلوار که لا تر اوسه نیمه شپه ده

چې خبر نشي د زړه ساقي ناصح مې

چې ناصح ته مې پر دې لاره کوڅه ده

ساقي مه خوره د زړه غم مې که څراغ نشته

د زاهد په لاس کې ګوره چې ډېوه ده

رندان نه څښي اوس له جام نه اې زاهده!

هر یوه یې لمده کړې پرې جامه ده

موږ که اوښکې کړلې ګډې په شرابو

سود یې نشته ماته تشه پیاله ده