...

فرید باراني

غزل

د هجران مستۍ اخیستی رانه هېر مې دی خپل نوم

په خوښیو پسې تللی که و تاته وي معلوم

چې دا ستا په فکر لاړم نو مې ټوله فراموش شو

نه پوهېږمه چې دال دی که لومړی حروف یې جوم

کاشکې زړه مې هم معدوم وای د هجران په سلسلو کې

که میین ته یې ښکاره کړم شړېدلی لکه موم

چې لوېدلی یم بې دامه د خام فکر په پنجو کې

لا تر اوسه کوچینی دی کوچینی په فکر اوم

په وارو یې راته ویلي چې پلانی سوچ لېونی دی

لېونی نه یمه ګرانې یمه ستا د دیدن شوم

نه پوهېږم چې مې یار ته د کوم شي په نظر ښکارم

اضافه خس او خاشاک یم که حاصل یم د مقسوم

زندګي واړه عبث شوه د دلبند سره ناصحه

په هېڅ لوري یې پوه نشوم نه یې پوه شوم په مفهوم

د فقیر زړه تسلیت ته کومه لاره راته خپل کړم

چې لوېدلی یم د هر ساقي په لاس کې لکه خم