فرید باراني
غزل
په زړه کې هم محبوبې دغه ستا مینه ده
لکه مجنون ته چې بې حده د لیلا مینه ده
که شومه دم مې ستا په یاد اوښکې توی کړې نه دي
نو وایه زما په زړه کې ستا که د بل چا مینه ده
نور مې په زخمونو کې مالګینې اوبه مه شینده
دغه میراث مو د ادم او هوا مینه ده
دا نني خیالونه ټوله له پخوا پاتې دي
لکه چې پاتې نن خیام ته د الله مینه ده