...

فرید باراني

غزل

غوټه شوی د هجران په دریاب زه

ټوله عمر په فغان او عذاب زه

د تقدیر او د قسمت په ایینه کې

زورېدلی د بېلتون یم بېتاب زه

زر په عقل نه په فکر د چا رسي

لکه خاورې د پلو لاندې تراب زه

چې د هر محفل سروش ته ورګډېږم

په دا ټولو کې مالوم انتخاب زه

چې ملا او قاضي دواړه ورښکاره شي

ملامت یم په قران او کتاب زه

زه حجاب یمه د غم په شاوخوا کې

که نغښتی یم د غم په حجاب زه