...

فرید باراني

غزل

د هجران شپه مې خپل په لړ کې انتها نه لري

لکه جانان چې تر سر تېر رحم په ما نه لري

د عقل موم دې رقیبانو په دلبند وهلي

ځکه زخمونه يو پر بل پراته دوا نه لري

په شومه دم کې یم د حسن په سایې ختلی

که دې لاسونه تش نیولي دي دعا نه لري

فقط دوې سترګې او هغه هم د الهام لوري ته

دا هغه درد دی چې مایوس او بې نوا نه لري

زه له ازله یم د هجر لامبوزن ناصحه

ځکه مې نن دا تقدیري کرښه ځلا نه لري

یا به یې غاړه قبول نه کړي دا مسي طوقونه

یا نو دا وایم خوبان هېڅکله وفا نه لري

لا مې تر کله په زړه درومي د هجران قافله

لا مې تر کله د کوثر اوبه شفا نه لري

ډېرې دي اوښکې او سلګۍ چې راوتلې نه دي

بې کسه اوښکې چاته وژاړي ابا نه لري

زما د ذکر په نیشه کې حقیقي کعبې

ولې د عقل دام ته نه لوېږې رڼا نه لرې

خپل دېوانه دفتر ته لیکم انتظار د عمر

بنده بل یار زما سخت دله بې له تا نه لري