...

فرید باراني

غزل

له ماښامه تر ماښامه

خوب مې نشته دل ازاره

خپلو سترګو کې تا خپل کړم

چې راپورته کړم هنداره

خدای دې مکړه رانه لرې

ته یې زما د غاړې هاره

ته په هېڅ رقم هېر نه شې

زما د زوند د تندي خاله

چې په هر رنګه یاري کړې

ستا چاړه او زما غاړه

څوک چې وکړي په چا رحم

خدای همېش وي مهربانه

لږ د رحم په معیار کې

سنګین دل بې وفا یاره

د نصیب یاغي مرغه مې

په نړۍ نه لري ځاله