...

فرید باراني

غزل

چې را و دېښوده ماته زیر او زور

چې مې ژوبل کړل لاسونه په هنر

چې په ما دې انګاري سیلۍ کړه پورې

چې دې پوه کړلم په ګټه او ضرر

نو په ځای مې د بابا شولې ښوونکیه

چې روښان دې را ته کړلو د زړه سر

چې د علم د چا زړه روښانه نه کړي

بېهوده دی په دنیا کې سیم او زر

د نړۍ په سر او راز به څوک پوه نه شي

که خلاص نه کړي د ښوونکي د زړه سر

که سپوږمۍ ته د انسان فکرونه لاړل

که دنیا د نن روښانه لکه لمر

دغه ټول ستا د هنر له ارتقا نه

چې نن نه دي پروني بشر بشر

د لقمان د زحمتونو په کاسه کې

بس توی شوی وو یو څاڅکی یو ګوهر

که د علم د کوڅو خوا ته ورستون شم

په رښتیا یم له دنیا نه بې خبر