فرید باراني
غزل
ها شپه چې ستا د مینې په سکروټو اوبېدم
شیرینې خدای خو شته که په جامو کې ځایېدم
شپې شپې کله هفتې به په خندا سره سهار شوې
د عمر ترازو مې وو پوره نه کمېدم
خو کله به چې هېره شوې د سترګو له نعمته
بې صبره به دا ستا د پنجرو خواته درتلم
خو اوس مې په ګوګل کې سراسر اورونه بل دي
که ته د زړه ټوټه وای اوس به ولې ځورېدم
د دوو ورځو یاري مې تر ابده پورې خپل کړه
افسوس نه پوهېدمه او افسوس نه پوهېدم
هر چاته د یو عمر کتاب په برخه شوی
تر څو به مې ګرېوان د هر هر چا سره ګنډم
د ژوند لومړنۍ شمعه د ژوندون اخري تګ دی
بل کس به خپلوم خو تا به څنګه هېروم
تر څو به مې سفر ته د غمونو غبار وینم
تر څو به مې ګرېوان ته خپلې اوښکې څڅوم
تر څو به مې له ځم نه خپل قدم ایسته کومه
تر څو به مې ناسور د بل دارو ته ويښوم
تر څو خپل په تصویر کې ستا یادونه راته خپل کړم
تر څو به یم یوسف چې کاروانونه اوبوم
د عمر په کتاب کې معما د مرګ پرته ده
یو وخت به په ارمان ځان د مرګ غېږې ته سپارم