فرید باراني
غزل
ستا په یاد مې خپلې سترګې ویدومه
ستا په یاد مې سباوون راويښومه
د تصویر په نقش کې ته راته څرګند شې
خو بې صبره مرمه ستا خوا ته درځمه
د غمونو د بستر خوب مې پوره دی
خو لا هم مې قدم ستا خواته اېږدمه
د زمان باقي شېبو کې څه دي پاتې
چې په دې عمر شالي ځان ته کرمه
لا تر کله د زمان ګرداب کې ډوب یم
خو یو وخت به د مرګي څکه کومه
بد مې نه دی پېرزو شوی په تا باندې
که څه ستا لپاره وینې وینې خورمه
هغه وخت به دې په یاد شمه زړګیه
چې له دې دنیا نه سترګې پټومه
چې د زړه کلبه ویجاړه شي دلبره
لا دحی دنیا په تلو تا یادومه
...