...

فرید باراني

غزل

هلې ځلې چې هر څوک هره شېبه کړي

خپله موخه به یې کور لره مېلمه کړي

هغه څوک به د مقصد منزل ته رسي

چې د ژوند د طوفانو مقابله کړي

بې زحمته به راحت کله پیدا شي

په خالي لاس به لمده کله کاسه کړي

هم د مینې هم د دین او د روزګار کار

په دا ټولو کې باید چې تلوسه کړي

ازمایښت ته د زړګي مې حاجت نشته

دې څپو کې د طوفان به کله شپه کړي

خپل تدبیر دې د سنجش منګول ته پرېږده

چې د عقل دلته څه شی فیصله کړي

په دې حال دې افتخار وکړه زړګیه

چې د خپل په لاس خوړینه اماده کړي

بې زحمته څوک او لوټه د یو شانې

دا به ښه وي چې پرې ډکه هدیره کړي

هغه وخت به د ساحل دې غېږې باد شي

چې زړګیه د طوفان سره جګړه شي

۱۳۸۵-/ ۱۰/ ۹