فرید باراني
متفرق بیتونه
د زړه پرهر دې رانه غواړي ابدي رنځونه
یا به نصیب وي مهم شوی یا قسمت د جبین
۱۳۸۵- ۶- ۲۷
پرې به یې نږدم خیر که یمه در په در
ماپه خوب کې دی لیدلی د دلبر بر
***
هر ماښام یې لکه سپی د در ساته کړم
چې رانه وړي درته قوم د اذر زر
۱۳۸۵- ۹- ۲۰-
کاشکې خاک د قدمونو د پدر وای
چې همېش یې قدمونه د زما په سر وای
۱۳۸۵- ۸- ۴-
د زړه رنځور قسمت مې خدایه چا ته ووایم
لقمان، ابن سینا که مسیحا ته ووایم
۱۳۸۵- ۵- ۲۵-