فرید باراني
غزل
لکه خونه یم بې ور
ساقي ډک مې کړه ساغر
چې سایه د غم اثر کا
نو همېش به وي خطر
په خودي کې بې خودي ده
که څوک واچوي نظر
د ریا په محرابو کې
کله ژوند کله محشر
او نقاش به دا صفت کړي
کور دې وران شي د اذر
خو کوسه به له مستیه
وایي نن خرېمه سر
د قطحۍ په قافله کې
نور به لوند نه شي بشر
دا له تاک څخه پيدا ده
خوند به نه کړي د شکر
که اذر ابراهیم غواړي
ولې سوځي په مجمر
الم تر پاک سبحان دی
چې یې کړل زېراو زبر
دغه ټول ژوندي خیالات دي
د ژړګي ځینې بهر
چې اصلي هدف ته راشي
پاک سوچه وي لکه زر
ریاکار د خلوتونو
کله خېژي په ممبر
په مستي کې ورپه یاد شي
هم الله هم پېغمبر
د ماتم دغې شېبې ته
نور به څه وايي داور
په یوه شي به دې موړ کړم
چې دې خاورې شي په سر
۱۳۸۵- ۱۰- ۱۸