فرید باراني
غزل
راشه خپل وطن ته ګرانه چې اختر دی
بې له تا مې همېشه اور په ټټر دی
کاش تنها مې وای د زړه خونه ویجاړه
بې له تا مې ټول وجود کنډو کپر دی
په عیدي کې مې ناڅیزه شی قبول کړه
نذرانه مې درته ایښی دا خپل سر دی
سر له اوسه د وطن خواته راستون شه
دې زما په یارانه باندې باور دی
دې وطن کې بې له تا ټوله پردي دي
ستا و خوا ته مې خلاص شوی د زړه ور دی
خدای خبر چې باد و چا ووته تسلیم کړ
لویه خدایه رانه ورک هغه څادر دی
زر تبریکه به قلمه ور لېږمه
خیر که یار مې رانه تللی په سفر دی
۱۳۹۵- ۸- ۱- اختر