فرید باراني
ما یوه نغمه خوره کړه
ننی د نړۍ حسن
راته هېڅ په هېڅ ښکاره شو
ما د مینې وا اتڼ ته
د سرو زرو پایزېب جوړ کړ
ورپسې به وي زموږ نکل
د رقصونو او جشنونو
دا مو خیال د مازدیګر دی
لا و مخته درنه شپه ده
بیا سهار مو د امید دی
د مینو په کاروان کې
د خپل خیال سره خندېږم
ستا د ټنډې له شنه خال نه
په کلوکلو ځارېږم
ستا دېوال د امېدو ته خامخا به پورته کېږم
ما چې ستا بخت او قسمت ته
په کلو کلو ژړله
خپل د صبر کاسه ګۍ مې
په زړګي کې ځایوله
ستا د زلفو په خاطر مې
ستا قسمت ته سزا ورکړه
ما د مینې و زانګو ته
ابدي پيوند راوړی
او د مینې دا دېوال مې
په پخو خښتو کار کړی
خو
کله کله داسې خیال کړم
خدای دې نه کړي ګلبدنه
د مستیو دا امېل مې
ابدي دانه دانه شي
بیا چې ستا سکوت ته ګورم
بې صبري منګول کړي خښه
زما په زړه کې ابدي شي
نه پوهېږم څه اسرار دي
چې سکوت
سکوت
سکوت یم
۱۳۸۴- ۱۱- ۲۰