...

فرید باراني

غزل

په زړګي کې مې پراته دي پټ غمونه سر په سر

زاهده دا ثمر دی د خوبانو د مجمر

غوښتل مې چې د څو شېبو لپاره مې نسترن شې

خو درېغه راته ویلو دې چې نه شمه پر پر

کعبه ده که قبله ده که مسجد که میخانې

د ټولو څخه هېر شومه چې تا شوم خبر

ځپلې ړندې سترګې مې دا ستا په لور کږې دي

اخر به ستا له لاسه ماتوم په کاڼو سر

د مینې په جهان کې د غمونو افسانې دي

د عشق په غم سپور مه شې بې پایانه یې سفر

د خدای پامان کوڅې نه دې په چیغو چیغو لاړم

وړۍ به شړۍ نه شي تل په دې کوم باور

۱۳۸۵- ۶- ۲۵