فرید باراني
غزل
غزلقسم خوښيږي مې د زړه تل په پلمو خبرې
لکه چې څوک د نازه کړي په اشارو خبرې
زما ځوانۍ لپاره خپل د رباب ترنګ وباسه
پرېږده د تېرو زاهدانو او درنو خبرې
دود د پرون به مو د سر نه مستي و پاڅوي
په غوږ کې مه نیسه د میاشتو او کلو خبرې
هغه محفل مې په زړګي کې ستا اور نه بلوي
چې په کې نه وي د رباب او د نغمو خبرې
۱۳۸۴- ۶- ۲۶