فرید باراني
غزل
هسې تږی د دیدن یم د دلبر
په یوه دیدن به ورکړمه خپل سر
سپین قمر مخ یې په دا قسم ځلېږي
شرمولی یې هم لمر دی هم قمر
که عرب دي که عجم دي ته یې وایه
زما یار دی په دا ټولو کې بهتر
د یاقوتو او مرجان څخه یې شمېره
خوله یې ګل مخ یې تازه شونډې شکر
څوک که خپل د یار په حسن مغروري کا
تر ګلفام مې شه قربان ټوله ټبر
سر و مال به په شېبه کې ترې قربان کړم
زه د عشق په کار کې یمه قلندر
شپه او ورځ دې کړم دعا د مغرور حسن
په کلو دې غلیمان زېر و زبر
۱۳۸۵- ۶- ۲۸