فرید باراني
شپه مې د زړه د ارمانو په تمه
تر بل ماښامه پورې ویښه کړله
یاغي دردونه له ازله تیت وو
خو،
ستا بې وفا ګامونو
زما قسمت ته تر کونجونو کتل
خو تخیل مې هېڅ لاره لا منلې نه وه
زه د مزلو مسافر
لکه سفر هسې ستومانه ومه
خو د مستي په تمه
مې
د هوښیارانو نه متل واخیسته
چې په زحمت پسې راحت ګام کېږدي
خو زه ستومانه لا ساحل ته رسېدلی نه یم
۱۳۸۵- ۵- ۲۵-