...

فرید باراني

غزل

که زخمونه په مرهم کې جوړېدلی

نو خالقه اوس به ولې ژړېدلی

ستا انځور چې کله خوب کې را په یاد شي

بیا کلونه ومه ستا په فکر تللی

ستا ترخې هم لکه شات په زړه اثر کا

له کوم وخته چې مې ته یې پېژندلی

زما ارمان به هغه وخت درته مېلمه شي

چې زه پرېږدم درته واړه کور او کلی

ته په تمه مې د هغې ورځې نه شې

تېروي چې ستا کوڅه کې زما مړی

دا د لارو انتظار نو څه فایده کړي

یم زاهده په سینه ورڅڅېدلی

۱۳۸۵- ۷- ۱۴