فرید باراني
غزل
زاهده مه غږوه لاس چې ارمانونه سوځي
د جام د سود خوږې کیسې او داستانونه سوځي
مه شکوه زما د عمر پاڼې په بې صبرو پنجو
چې د خروش او د مستیو ټول قصرونه سوځي
که ستا د موخه چې مې زړه کړې ابدي ویرانه
بیا مې د زړه رازونه تل میاشتې کلونه سوځي
مه کړه تیاره زما دا لاره چې هر وخت پرې ځمه
چې مې قمر پرې یادومه قمرونه سوځي
که مې ومخ ته را ادا کړې قیل و قال زاهده
د اعتراض ګوتې ماتېږي ځوابونه سوځي
نه غواړم ستا نه د حیاء په ګوتو څاڅکي د غم
خیر که نن مې په پیاله کې ستا نازونه سوځي
۱۳۸۴- ۱۲- ۲۱